دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 278987
هرات کې د زلزله ځپلو لپاره ملګري ملتونه طبي ټیمونه استولي
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق اعلان کړی چې هرات ته یې اته ګرځنده طبي ټیمونه د امیندوارو میرمنو او د زلزلې د ناورین له نورو قربانیانو سره د مرستې لپاره استولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه راپور کې ویلی چې د هرات وروستۍ زلزلې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ښځې په ځانګړې توګه ۷۵۰۰ امیندواره میرمنې اغیزمنې کړی دی.
 
دغه صندوق زياته کړه چې هرات ته يې اته ګرځنده روغتيايي ټيمونه د حامله ښځو او د زلزلې له ناورين ځپلو سره د مرستې لپاره استولي دي.
 
د دغه رپوټ پر بنسټ اوس هم په سيمه کې مرستې ته اړتيا ډېره ده او د هرات په ځينو سيمو کې د دغو زلزلو له امله ټول کورونه ويجاړ شوي او زيات شمېر بې ځايه شويو کسانو په لنډمهاله توګه په خيمو او پرېوتو ودانيو کې پناه اخيستې ده.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق استازې جیمي نادال ویلي چې ډېرو ښځو هر څه له لاسه ورکړي دي.
 
هغه زیاته کړه چې UNFPA هڅه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې امیندواره میرمنې مناسب د زیږون روغتیایی خدمتونه ترلاسه کوي.
 
د یادولو ده، چې په هرات کې د تېرو دوو اوونیو زلزلې د دغه ولایت اوسېدونکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcg779xuak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته