دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 278972
د تکواندو افغان لوبغاړي خپل عراقي سیال ته ماتې ورکړه
د تکواندو فدراسیون چارواکي وايي چې د چین په اسیایي لوبو کې د افغانستان د پاراتکواندو د لومړي استازي خپل عراقي سیال ته ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تکواندو فدراسیون چارواکي وايي چې ابراهیم دانش نن دوشنبه د عقرب په لومړۍ نېټه په هنګزو ښار کې له خپل عراقي سیال سره لوبه وکړه چې په پای کې یې ماتې ورکړه او د دغه فدراسیون کوارټر فاینل ته ورسېد.
 
د هېواد د تکواندو فدراسیون د معلوماتو له مخې ښاغلی دانش به په کوارټر فاینل کې له خپل جاپاني سیال سره سیالي وکړي.
 
https://avapress.com/vdca0anuu49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته