دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 278920
په جلال آباد ښار کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه سړک د ۱۲۹۳ مترو په اوږدوالي او ۲۰ متره سور په لرلو سره د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې کې جوړیږي. متره
 
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه سړک لګښت د "UNEPS" له خوا ورکول کېږي.
 
ويل کېږي چې په دې پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او په راتلونکو شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
 
https://avapress.com/vdcdxj0xzyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته