کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلال آباد ښار کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

30 میزان 1402 ساعت 14:30

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه سړک د ۱۲۹۳ مترو په اوږدوالي او ۲۰ متره سور په لرلو سره د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې کې جوړیږي. متره
 
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه سړک لګښت د "UNEPS" له خوا ورکول کېږي.
 
ويل کېږي چې په دې پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او په راتلونکو شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
 


د مطلب کود: 278920

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278920/په-جلال-آباد-ښار-کې-د-۲۴-میلیونه-افغانیو-لګښت-یوه-سړک-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com