دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 278844
د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د واورو او سختو بارانونو امکان
د هوا پېژندنې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې په لوړو غرونو کې د واورې ورېدو او د سختو ورښتونو امکان شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه، میزان ۲۹) ویلي چې په کابل او نورستان، کنړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان، بامیان، پروان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست ولایتونو او همدارنګه سالنګونه کې د باران امکان شته.
 
په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې زياته کړې، چې په شمال، شمال لوېديځ، لوېديځ، سوېل، سوېل لوېديځ او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د نسبتا قوي بادونو امکان شته.
 
په مختلفو ځایونو کې د باد سرعت په ساعت کې د ۲۰ او ۶۰ کیلومترو ترمنځ اټکل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdci5var5t1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته