دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 278738
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو ۱۵ پخلنځي د فعالولو اعلان وکړ
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) اعلان وکړ چې په دې ولایت کې د هرات د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره د ګرمو خوړو د چمتو کولو لپاره ۱۵ محلي پخلنځي پرانیستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تېره شپه په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په هرات کې یې د ښځو د پیاوړتیا او اړو کسانو ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه پنځلس محلي پخلنځي فعال کړي دي.
 
دې ادارې ویلي چې د اکتوبر له اتمې نیټې راهیسې دوی توانیدلي چې د دې ځایي پخلنځي له لارې له پنځو زرو څخه زیاتو اغیزمنو خلکو ته ګرم خواړه ورکړي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خوراکي توکو مرستې کوي، خو د دغه سازمان په وینا په هرات کې د سلګونو زرو زیانمنو شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره په عاجله توګه نولس میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
 
لومړۍ زلزله د اکتوبر په اوومه نېټه د څو زورورو وروسته ټکانونو سره رامنځ ته شوه او پراخه ويجاړتيا يې رامنځته کړه.
 
د يادونې وړ ده چې په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې ٢٤٤٥ تنه مړه او ٢٤٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaeanua49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته