دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 278736
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلنډ په وړاندې ماتې وخوړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو په دوام په دې سیالیو کې په خپله څلورمه لوبه کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې څخه د ۱۴۹ منډو په توپیر ماته وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه پرون چهارشنبه د میزان ۲۶ مه ترسره شوه.
 
په دې لومړۍ لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره د افغانستان ملي لوبډلې ته ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.
 
په دغو سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو او دغه لوبه یې وبایلله.
 
دا په پنځوس اوریزه نړیوال جام کې د افغانستان دریمه ماتې وه.
 
دغې لوبډلې په خپلو تېرو درېیو لوبو کې یوه له انګلستان څخه کټلي او دوه د هند او بنګله دېش پر وړاندې بایللي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به په خپله پنځمه لوبه کې د اکتوبر په ٢٣مه نېټه د پاکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
 
https://avapress.com/vdcipvarqt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته