دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 278714
نن د هرات سهار له زلزلې سره پیل شو
د زلزلې نړیوال مرکز په هرات کې د ریښتر په کچه د ۴،۱ درجې زلزلې خبر ورکړی دی. دا زلزله د ایران او ترکمنستان په ځینو برخو کې هم احساس شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه نن سهار ۷:۱۹  دقیقی وه چې د هرات ښار د قره باغ سیمه يي مرکز وو او د ځمکې له سطحې څخه ۱۰ کیلومتره ژوروالی درلود رامنځته شوه.
 
هرات ښار په تېرو دوو اوونیو کې د څو زورورو زلزلو او د لسګونو زلزلو شاهد دی.
 
لومړۍ زلزله د میزان په ۱۵مه د شنبې په ورځ سهار ۱۱:۱۱ دقیقې د ریشتر په کچه د ۶،۳ درجې سره وشوه، چې په دغه ولایت کې یې ۲۰ کلي ویجاړ کړل.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو زلزلو د مړو شمېر له دوه زره ټنو څخه زيات شوى دى.
 
د دغې زلزلې د تلفاتو او زیانونو دقیقې شمېرې لا په لاس کې نشته.
 
https://avapress.com/vdcezv8wejh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته