افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال مخدوم عبدالحق د خپل کار په دفتر کې د بغلان ولايت د تروريستي پيښې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره يې نغدي مرسته وکړه او د دغه ولايت امنيه قوماندان او د استخباراتو رييس ته يې د دغې پيښې د هراړخيز څيړنې حکم وکړ.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې لخوا د تیرې جمعې په ورځ د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د امام زمان(عج) په جومات ترهګره پیښه ترسره شوه چې له امله يي څه باندې پنځوس تنه شهیدان او ټپیان شول.