دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 278505
د طوفان الاقصی په عملیات کښې د صهیونیسټی پوځیانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده
د صهیونیسټي پوځ د ۷۵ کنډک د قومندان د وژل کیدو او د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې د وژل شویو صهیونیسټانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژيم ویاند په ګډه پوله کښې د لبنان د مقاومت د ځواکونو د پرونیو عملیاتو په لړ کښې د ۷۵ کنډک د قومندان د وژل کیدو خبر ورکړ.
 
د ایران پریس خبري آژانس د راپور له مخې د صهیونیسټي رژیم پوځ د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې د وژل شویو صهیونیسټانو د نویو عسکرو نومونه هم خپاره او اعلان کړل چې په دې سره د الاقصی طوفان په عملیاتو کښې د وژل شویو صهیونیسټانو شمیر ۲۹۱ تنو ته ورسید.
 
دا په داسې حال کې ده چې د عبراني ژبې رسنیو پرون د صهیونیسټي پوځ په حواله اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۱۵۵ کسان د حماس په بند کې دي.
 
تر دې مخکې صهیونیسټي سرچینو د بندیانو شمیر کم اعلان کړی وو. په عین حال کښې داسې ښکاری چې د مقاومت د ډلو په کنټرول کښې د صهیونیسټی بندیانو شمیر د نیواکګر پوځ له اعلان شویو څخه زیات دی.
 
د الاقصی طوفان عملیاتو لسمې ورځې ته په داخلیدو سره او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې په جنګ کښې د مقاومت د جنګیالیو د بې ساري بریالیتوبونو په دوام د اسرائیلو پوځیانو د فلسطینیانو د مقابلې لپاره په بې رحمانه توګه د فلسطینیانو د استوګنې په سیمو، طبي مرکزونو، جوماتونو او غونډو باندې بمباري وکړه. په غزه کې د فلسطیني کډوالو ځایونه په بې رحمانه ډول له دوه زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان کړل چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.
 
https://avapress.com/vdccx4qip2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته