دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 278409
د عراق الحشد الشعبي د فلسطین د پوځي ملاتړ لپاره د چمتووالي اعلان وکړ
د عراق د الحشد الشعبی مشر په پوځی ډګر کښې د فلسطین له مقاومت څخه په هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ .
افغان غږ خبری آژانس: د المیادین په حواله، د عراق د ولسی خوځښت سازمان مشر«فالح الفیاض» د فلسطین له ملت څخه د خپل هیواد بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
 
هغه زیاته کړه: عراق به د فلسطینی ملت په وړاندې خپله دنده په هر ډول مرستو او هم په پوځی سطحه پوره کړی.
 
هغه وویل: د الاقصی طوفان عملیاتو وښودله چې صهیونیسټ رژیم ماتی خوړلی دی .
 
د عراق د الحشد الشعبی سازمان مشر یو ځل بیا له فلسطینیانو سره په هر ډول ملاتړ ټینګار وکړ.
 
هغه همداشان د غزې د اوسیدونکو د ځای پر ځای کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو په اړه وویل: د غزې د اوسیدونکو د ځای پر ځای کولو پروژه ناکامه شوې ده او هیڅ ځای ته به نه ځي.
 
د عراق د الحشد الشعبی سازمان مشر په دوام کښې وویل: هغه څه چې مقاومت یې کوی په حقیقت کښې د نیواکګرو او د هغوی د اصلی ملګری امریکا د جنایتونو په وړاندې غبرګون دی.
 
الفیاض ټینګار وکړ: موږ د مقاومت اساسی ملاتړی یو. عراق به هيڅکله امريکا ته اجازه ورنه کړي چې د فلسطينيانو په وړاندې له نيواکګرو سره مرسته وکړي .
 
الحشد الشعبي زیاته کړه: په دې تاریخي شېبه کې له هغو وروڼو څخه چې د مقاومت اتلان دي، خپل بشپړ ملاتړ اعلانوو، په تود هرکلي سره لاسونه لپه کوو، هغوی ته د استقامت بلنه ورکوو او له ټولو خلکو څخه غوښتنه کوو او د نړۍ آزاد خلک د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي او د عدالت او دفاع په چارو کې د دوی د خاورې او مقدساتو ملاتړ وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfxcd01w6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته