افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه راپور کې په خپله X ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د غزني ولایت د مرکز په زرګرو کلي کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل شوه.
دغه دښمني ١٨ کاله وړاندې د کوچيانو د قوم د يوه تن د وژلو له امله پيل شوې وه.
د غزنی ولایت د قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوی محمد اسحاق ادریس وویل: د اسلامی امارت په راتګ سره د قومونو ترمنځ د اختلافاتو د ختمولو لپاره زمینه برابره شوه او موږ هڅه کوو چې ښې اړیکې جوړې کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د پکتيا ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني په منځګړتوب د دواړو قومونو ترمنځ قومي اختلافات حل شوي وو.