دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 278118
د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې ۳.۵ میلیونه یورو مرسته
د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خوندیتوب او بشري مرستو ریاست د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د ۳،۵ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اروپايي ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې مرستې ۲.۵ میلیونه یورو به اوس د هغو شریکانو لپاره ولګول شي چې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات ترسره کوي.
 
دغې اتحادیې ویلي چې په دوبۍ کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د یو میلیون یورو په ارزښت د سرپناه، ژمنۍ خیمې، د حفظ الصحې توکي او نور توکي ځانګړي کړي چې په نوې الوتکه کې به افغانستان ته ولیږدول شي.
 
د ملکي وګړو د خوندیتوب او بشري مرستو لپاره د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې پر دې سربیره به اروپايي ټولنې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره ۸۹ میلیونه یورو مرسته وکړي.
 
په اروپايي ټولنه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او بشري مرستو د څانګې عمومي رییس ماسیج پوپوفسکی هم اعلان کړی چې په هرات کې یې د «زلزلې» له امله زیانمن شویو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
 
هغه لیکلي چې د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د خپلو شریکانو له لارې د هرات زلزله ځپلو خلکو ته د سرپناه، خوراکي توکو او درملو په برابرولو ولګول شي.
 
په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته یو شمېر هېوادونو اعلان وکړ چې له زلزله ځپلو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
 
د بې پولې ډاکټرانو ادارې د پرونۍ شمېرې له مخې د هرات په زلزله کې ۲۴۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.
 
باید یادونه وشي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په زلزله ځپلو سیمو کې بشري اړتیاوې "ډیرې لوړې" بللي دي.
 
https://avapress.com/vdccs4qi42bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته