دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 277898
د الاقصی طوفان له عملیاتو وروسته د امنیت شورا بیړنۍ غونډه ترسره کوي
د فلسطین او اسراییلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه به د یکشنبې په ورځ د مقاومت د ځواکونو لخوا د الاقصی طوفان عملیاتو وروسته ترسره شي.
افغان غږ خبری آژانس: دیپلوماتیکو سرچینو اعلان کړی چې د غزې تړانګې او د اشغال شویو فلسطیني سیمو د کړکیچ د زیاتیدو په اړه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه نن ماښام د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.
 
برازیل چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه لري، اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ پر اسرائیلو له ناڅاپي برید وروسته به د دې شورا بیړنۍ غونډه وکړي.
 
د فلسطین د مقاومت جنګیالیو د شنبې په ورځ له غزې (جنوب) څخه په نیواک شویو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځونو پرضد پراخ او بې ساري عملیات پیل کړل. داسې یو عملیات چې د اشغال په ۷۵ کلن تاریخ کې بې ساری وو او صهیونیسټان یې حیران کړل.
 
د «الاقصی طوفان» په نامه د صهیونیسټی رژیم پرضد د فلسطین د مقاومت د عملیاتو په نتیجه کښې تر اوسه ۳۰۰ صهیونیسټان وژل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcgyu9x7ak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته