دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 277890
د هرات د زلزلې د مړو شمېر ۵۰۰ تنو ته ورسېد
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د هرات د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۵۰۰ تنو اوښتی او سلګونه نور ټپیان شوي دي، چې زیانمنو شویو ته یې طبي ټیمونه او رضاکاران استولي دي.
 
د دې ادارې د چارواکو په وینا، د دې پېښې د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.
  
 د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د هرات او بادغيس ولايتونو بېلابېلې سيمې د بېلابېلو شدتونو زلزلې ولړزولې. د هرات سیمه ییزو چارواکو پرون ماښام خبر ورکړ، چې د دغه ولایت په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او له خاورو خځلو د قربانیانو د جسدونو په را ایستلو بوخت دي.
 
په همدې حال کې د هلمند سیمه ییزو چارواکو او ګاونډیو ولایتونو هرات او بادغیس په یادو ولایتونو کې زلزله ځپلو ته د طبي او ژغورونکو ټیمونو د استولو او د لومړنیو مرستو د استولو اعلان کړی دی.
 
https://avapress.com/vdci3yarut1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته