افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن شنبه (میزان ۱۵) د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلی چې په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د هرات د زلزلې له قربانیانو او زخمیانو سره د ایران اسلامی جمهوریت د بشردوستانه همکاریو او د کازان د بیانیې په چوکاټ کښې له زلزله ځپلو سره د نړیوالو مرستو د منلو او مستقیمو مرستو او د خپلو سرحدی خدماتو د زیاتولو لپاره اقدام کړی دی.
د ایران د سفارت دا څرګندونې په داسې حال کې خپریږي، چې هرات ښار له نن سهار راهیسې لږ تر لږه شپږ ځلې اور لګېدلی دی.
لومړۍ زلزله چې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې وه د هرات په ګډون په ګاونډیو هېوادونو (ایران او ترکمنستان) کې هم احساس شوې.