دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 277833
زموږ د افغان کډوالو مېلمه پالنه پای ته ورسېده
د پاکستان د کورنیو چارو او زندانونو موقت وزیر حارث نواز ویلي، د افغان کډوالو "میلمه پالنه" پای ته رسېدلې او د افغان کډوالو د اخراج له پرېکړې وروسته له دغه هېواده شاوخوا ۱۶۰۰ کسان ایستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، نواز د پنجشنبې په ورځ د میزان په 13 مه وویل، چې شاوخوا 1,600 افغان کډوال د "روان جبر" په ترڅ کې نیول شوي او خپل هیواد ته به ویستل شوی.
 
هغه یادونه وکړه، «له څلویښتو کلونو څخه زیات په قانوني او ناقانونه توګه د افغان مهاجرینو له کوربه توب وروسته، موږ اوس له خپل هرکلي څخه تېر شو.
 
نواز زیاته کړه: "کډوال د نړۍ په هر ګوټ کې په کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي، خو په پاکستان کې افغان کډوال د ځايي خلکو په منځ کې ژوند کوي."
 
هغه ویلي دي چې د ناقانونه افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې به «سخت اقدام» وشي.
 
د هغه په ​​وينا، يو شمېر کډوال د ترهګرۍ په غوړولو کې لاس لري.
 
په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو مسله د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ توده بحثونه شوي دي.
 
د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد نن د سرتیرو د فراغت په مراسمو کې وویل چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو جبري ایستل «غیر عادلانه پریکړه» ده او نړیوال بنسټونه باید «د پاکستان د ظلمونو مخه ونیسي».
 
د پاکستان د حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان ته په زوره بېرته ستنېدل د پناه غوښتونکو ژوند له جدي خطر سره مخامخولی شي.
https://avapress.com/vdcfmed0mw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته