دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 277712
د سرپل ولایت د پولیسو ویاند: په سرپل کې د خلکو ژوند او مال خوندي دی
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې پوليس تر اوسه د دغه ولايت د ښار او ولسواليو د امنيت په تامينولو کې بريالي دي او د سرپل ولايت ټول خلک ځاني او مالي امنيت لري.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : د سرپل ولایت د پولیسو ویاند دین محمد نظری د افغان غږ خبری آژانس خبریال د دغه ولایت د اقداماتو په اړه وویل: پولیس د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کښې د امنیت په تامینولو کښې بریالی شوی دی.
 
هغه زياته کړه: د سرپل ولايت د پوليسو له خوا د عامه نظم د ګډوډولو او ګډوډي په بشپړه توګه له منځه تللې او د دغه ولايت په ټولو سيمو کې د پوليسو ٢٤ ساعته پوستې او ٢٤ ساعته ګزمې شتون لري.
 
هغه له پوليسو سره د خلکو همکاري او رضايت وستايه او زياته يې کړه: له عامو خلکو سره ښه چلند د پوليسو د فعاليتونو له لومړيتوبونو څخه دى او د خلکو ستونزې به ژر تر ژره حل شي.
 
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند په دغه ولايت کې د پوليسو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل چې له سنګچارک ولسوالۍ څخه د وسلو يوه ډيپو کشف او ترلاسه شوې ده او له جنايتکارانو، غير مسوولو وسله والو او د ناقانونه وسلو د ضبطولو په برخه کې جديت شتون لري.
 
په همدې حال کې د سرپل ښار يو شمېر اوسېدونکو د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د امنيتي ځواکونو له خوا برابر شوى امنيت د قناعت وړ دى او غوښتنه کوو چې د خلکو د امنيت په خاطر د ځانګړو جامو او يونيفورم په اغوستو د پوليسو فعاليتونه زيات شي څو جرمونه په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
 
د يادونې وړ ده، چې سرپل ولايت د هېواد په شمال کې موقعيت لري او اووه اداري واحدونه لري، چې د سرپل ښار او د ګوسفندي، سنګچارک، کوهستانات، بلخاب، صياد او سوزم قلعه ولسوالۍ په کې شاملې دي.
 
https://avapress.com/vdcb8zb55rhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته