افغان غږ خبری آژانس: د اذربایجان د ولسمشر ویاند الهام علییف خبر ورکړی، چې د ناګورنو قره باغ اکثره اوسیدونکي له دې سیمې څخه ارمنستان ته تللي دي. د آذربایجان جمهوریت تر واکمنۍ مخکې د دې سیمې زیاتره اوسېدونکي ارمنیان وو.
په ناګورنو قره باغ کې د ملګرو ملتونو د ماموریت اصلي دنده د بشري اړتیاوو ارزونه ده. ملګرو ملتونو له دې مخکې د باکو د موافقې اعلان کړی و چې د دغه سازمان له خوا د ناګورنو قره باغ سیمې ته د یوه پلاوي د استولو غوښتنه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دریو لسیزو کې دغه سیمه د اذربایجان تر محاصرې لاندې وه.
تېره اوونۍ له ۲۴ ساعته جګړې وروسته ارمني بېلتون غوښتونکو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او له اذربایجان سره یې د خبرو کولو هوکړه وکړه.