دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 277103
د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو درې اړخیزه غونډه جوړه شوه
د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف درې اړخیزه غونډه پرون (شنبه د میزان ۱) د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې جوړه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې کتنه کې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده، د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، د اوسپنې پټلۍ رئیس بخت الرحمن شرافت، د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف، د ازبکستان د کانونو وزیر بابر اسلام اف او د متحده عربي اماراتو یو لوړ رتبه پلاوي هم حضور درلود.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هوايي چلند او ملکي چارو وزارت وياند امام الدين احمدي وويل: په دې درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان د کانونو، ترانسپورت، ترانزيټ او د اورګاډي د پراختيا او دغه راز د جنوبي او مرکزي اسيا د نښلولو په باب خبرې وشوې.
 
احمدي زياته کړه: له ازبکستان څخه يو لوړ پوړى هيئت يوه مياشت مخکې افغانستان ته راغلى و او د تورخم بندر په ګډون يې له ځينو ترانزيټي ساحو څخه ليدنه وکړه او د يادو موضوعاتو په اړه يې پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ.
https://avapress.com/vdcfxed0mw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته