دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 276982
په لغمان کې پر ۲۱۷۰ کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه
د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د نړیوال خوراکي سازمان په مالي مرسته یې د لغمان ولایت په مرکز کې پر ۲۱۷۰ کورنیو نغدي مرسته وېشلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولایت د کلیو او پراختیا ریاست د لغمان ولایت په مرکز کې له ۲۱۷۰ بې وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل. 
 
هرې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
 
د دغو مرستو د وېش پر مهال د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په راتلونکي کې هم مستحقو خلکو ته د مرستو د وېش ډاډ ورکړ.
 
دوی وايي دا د ښه تطبیق لپاره د بشري مرستو څارنه کوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې دوی به په منظمه توګه دا کار وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په پکتیکا او زابل ولایتونو کې له ۲۰۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته شوې وه.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په لغمان ولايت کې پر مستحقو او اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرسته او نغدي مرسته ووېشل شوه.
https://avapress.com/vdcjome88uqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته