افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د سنبلې په ۲۸ مه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت له بېرته نیولو وروسته دغه شمېره زیاته شوې ده.
"د څلورو لسیزو جګړو ترکیب، په روغتیایی سیسټم کې د ساختماني پانګونې نشتوالی او د 2021 تر اګست پورې د اوږدې مودې پراختیایی مرستو لپاره د بسپنه ورکوونکو لږ ملاتړ د میندو او ماشومانو روغتیایی خدماتو ته لاسرسی او کیفیت اغیزمن کړی دی."
د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې په تېرو شلو کلونو کې شوې لاسته راوړنې له منځه ځي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان وکړ چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه پکې لوړه ده.
دغه بنسټ ویلي چې له ۴.۵ میلیونو څخه زیاتې ښځې او ماشومان د امیندوارۍ، زیږون او یا له زیږون وروسته په لومړیو اونیو کې مري چې د مخنیوي او درملنې وړ عواملو له امله مري.