دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 276912
د سعودي عربستان د النصر ټیم د ایران د پرسپولیس ټیم ته ماتې ورکړه
د سعودي عربستان د النصر فوټبال ټیم له خپل تکړه ستوري کریسټیانو رونالډو سره د اسیا د فوټبال د اتلانو لیګ په ګروپي پړاو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران د پرسیپولیس ټیم ته ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د آزادۍ په لوبغالي کې د سه شنبې په شپه د سنیلي په ۲۹ مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د کریسټیانو رونالډو د ملګرو په وړاندې د ۲-۰ په بریا سره پای ته ورسېده.
 
د دې لوبې لومړۍ نیمايي د مهدي ترابي په ټپي کېدو سره پیل شوه.
 
وروسته که څه هم اوتاویو د النصر لپاره ګول وکړ، خو ګول آف سائډ اعلان شو او لوبه په لومړۍ نیمايي کې له ګول پرته مساوي پای ته ورسېده.
 
د میلاد سارلک د لوبې په دویمه نیمايي کې د پرسیپولیس لوبغاړي سور کارت ترلاسه کړ او له لوبې بهر شو.
 
ورپسې د النصر لوبډلې لپاره عبدالرحمن غریب او محمد قاسم ګولونه وکړل او لوبه د ۲-۰ په توپیر د رونالډو د ملګرو په ګټه پای ته ورسېده.
 
د دې بریا سره، النصر د "E" ګروپ په سر کې شو او د پرسیپولیس ټیم د نوملړ په پای کې شو.
 
https://avapress.com/vdccseqii2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته