دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 276905
د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له سلو څخه د زیاتو امنیتي پوستو جوړول
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي لوا قوماندان وايي، چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست محمد يعقوب مجاهد په حکم د کونړ، نورستان او ننګرهار ولايتونو په ټولو پولو کې له سلو زياتې پوستې جوړې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد په ختیځ زون کې د سرحدي لوا قوماندان قاري معراج وايي، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په امر د کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو په ټولو پولو کې تر سلو زیاتې پوستې جوړې شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې د پوستو پر جوړېدو سربېره، پوستې ته څېرمه د يو شمېر سړکونو د جوړولو چارې هم پيل شوې، چې يو له دغو سړکونو څخه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ د سلاح په سيمه کې دى، چې د جوړېدو چارې يې روانې دي.
 
په ورته وخت کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي هم وايي، چې په پخوانۍ اداره کې فرضي کرښې ته څېرمه سړک یا هم شتون نه درلود او یا ویجاړ شوی و،.
 
بل خوا په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولين وايي، چې د پوځيانو او خلکو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه يې هڅې روانې دي.
 
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د انجینرۍ څانګې مشر قدرت الله برکت وویل: "موږ هڅه کوو چې د خپل توان پر بنسټ خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړو."
 
د سلاله سیمې اوسېدونکي چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته دي، هم د دغه سړک په پیلېدو خوښ دي.
 
د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی عمران وايي: «مخکې موږ په دې برخه کې ډېرې ستونزې درلودې.
 
چارواکو په داسې حال کې د پوځي پوستې د جوړولو اعلان کړی، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په تورخم کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه. د تورخم لاره د نهو ورځو لپاره تړلې وه.
 
https://avapress.com/vdce7p8wnjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته