افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه مرستې د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د بشري مرستو په دوام کې د پوځي کارګو الوتکو په وسیله کابل ته انتقال شوې.
تر دې مخکې هم ترکیې وخت په وخت د افغانستان خلکو ته بشري مرستې استولې دي.
خو ترکیې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو او کډوالو سره سخت چلند کړی دی.