دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 276846
یوناما: د ټولو افغانانو غږ اورېدل کېږي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، له اسلامي امارت سره رغنده اړیکو ته ژمن دی او د دې ډاډ ورکوي چې د ټولو افغانانو غږ اورېدل کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوشنبې په ورځ یوناما د دې مسلې په اړه په ایکس پاڼه کې لیکلي او اعلان یې کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
 
یوناما د مېرمن اوتنبایوا او ښاغلي متقي عکس هم خپور کړی او دغه ناسته یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اونۍ تر غونډې مخکې د پراخو مشورو یوه برخه بللې ده.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي وو، چې په عمومي غونډه کې به د لسګونو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت خبرې وشي.
 
https://avapress.com/vdci5qarqt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته