افغان غږ خبری آژانس: کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د چین له نوي سفیر ژی یوکینګ سره تعارفي ناسته وکړه.
په دې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست د چين د پخواني سفير د فعاليتونو قدرداني وکړه او ويې ويل: هغه په افغانستان کې خپل ماموريت په سمه توګه سرته ورساوه او په سختو شرايطو کې يې د چين او افغانستان اړيکې دوستانه او نږدې وساتلې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز زیاته کړه: چین د افغانستان ښه ګاونډی دی او په ښه دریځ سره افغانان د دغه هېواد پر ښه نیت پوره باور لري. ځکه چین تل د افغانستان په اړه ښه دریځ او نظر لري.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر وویل: ګران هېواد افغانستان په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
خو هغه هيله څرګنده کړه چې له نړۍ سره د تعامل په برخه کې به نورې ښې لاسته راوړنې ولري.
د چین جدي سفیر همداراز ټینګار وکړ: چین او افغانستان دوه ښه ګاونډیان دي او هیواد یې د افغانستان خپلواکۍ، عقیدې او کلتور ته پوره درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نه لري.