دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 276738
له ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه پنځه سوه سرتېري د پوځي کورس له بشپړولو وروسته فارغ شول
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو ۵۰۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني نظامي، مسلکي او نظامی کورس څخه فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د ملی دفاع وزارت نن یکشنبه د سنبلې په ۲۶ مه په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلی چې د دغه شمېر مجاهدینو د فراغت غونډه د وزیرانو شورا د مرستیالانو، د ملي دفاع وزارت او د هیواد لوی درستیز په حضور کې ترسره شوه.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په پکتیا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین له ۳ میاشتو نظامي، مسلکي او دیني زده کړو وروسته فارغ شول.
 
د يادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا محمد فاضل مظلوم، د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ مرستيال حاجي مالي خان صديق، د قول اردو مرستيال، امنيه قوماندان، د پکتیا والي، چارواکو، مشرانو او نورو "مجاهدینو" برخه اخیستې وه.
 
مسوولینو د جهاد د موخو، د اسلامي شرعي نظام د ساتنې په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه: زموږ د ملي اسلامي پوځ دغه مسلکي سرتېري به د خلکو، خاورې او اسلامي شرعي نظام ساتنه کوي او په هر حالت کې به د هېواد له پولو دفاع کوي. "
 
دغه راز فارغو شويو سرتيرو د بيلابيلو وسلو په کارولو کې خپل مهارتونه او پوځي وړتياوې يې حاضرينو ته وښودلې او په پای کې يې د مسوولينو له خوا ستاينليکونه ورکړل.
https://avapress.com/vdcipqarvt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته