دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 276441
۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د افغانستان ۷۹ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرت نړیواله اداره (IOM) وايي چې د افغانستان په هرات ولایت کې یې د اوبو شل پمپونه جوړ کړي چې له لسو زرو زیاتو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرولی شي.
 
د دې موسسې افغان څانګې په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
 
د مهاجرت نړیوال سازمان دا نه دي ویلي چې د هرات په کومو سیمو کې دغه بمونه جوړ شوي، خو دغه سازمان د دغه ولایت د یوه اوسېدونکي نذیر څرګندونې هم خپرې کړي چې د ده په وینا اوس له انتظار پرته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
 
د اسد د میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کوونکي دفتر "اوچا" اعلان وکړ چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله اغیزمن شوي دي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان پلازمینه په ځانګړي ډول د کابل لویدیځ د څښاک د اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دی او د دې سیمې اوسیدونکي د ورځې په اوږدو کې د څو بیرلو اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي.
 
https://avapress.com/vdcjxme8vuqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته