دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 276437
د ننګرهار په لعلپور ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوې پروژې کار پیل شو
د ننګرهار ولایت د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د کرنې ریاست په همکارۍ د ننګرهار لعلپور ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوې پروژې کار پیل کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وايي، د دوی اداره په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو د کرنې د پراختیا ادارې په همکارۍ د لعلپورې په ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال او د اوبو د بند د جوړولو کار پیل شو.
 
عبدالستار زياتوي، چې د دې پروژې لګښت اووه اويا زره څلور سوه امريکايي ډالره اټکل شوى، چې په درېيو مياشتو کې به بشپړ شي او د کار په بشپړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې ١٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
 
د ننګرهار د کرنې رييس وويل، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ١٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه او زرګونه ټنه د کار زمينه به ورته برابره شي.
 
په ورته وخت کې د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او په دې ولسوالۍ کې يې د پراختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcexp8wfjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته