دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 276436
په کابل کې د ۲۹۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د مور او ماشوم روغتون پرانیستل شو
د "مور او ماشوم" روغتون د بیات بنیاد له خوا د ۲۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا د روغتون په انګړ کې جوړ او نن رسماً د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د دغه روغتون د پرانستې په مراسمو کې وویل، چې د تېر کال په پرتله په هېواد کې د میندو مړینه د پام وړ کمه شوې ده.
 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه، د روغتیا په برخه کې ښځینه متخصصینو ته اړتیا ده او اسلامي امارت هڅه کوي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
 
ښاغلي عباد همدارنګه ټینګار وکړ چې د مور او ماشوم په کلینیکونو کې د ښو خدمتونو وړاندې کول او پر وخت د ناروغانو درملنه د دې لامل شوې چې په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه ۲۵۶ ته راښکته شي.
 
په ورته وخت کې د بیات بنیاد مشر وايي چې دوی په دوو کلونو کې د کابل د اندراګاني روغتون په انګړ کې د ۱۰۰ بسترونو په لرلو سره د ماشومانو او میندو لپاره معیاري روغتون جوړ کړی دی.
 
په ورته وخت کې د بیات بنیاد مشر احسان الله بیات هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې او ویې ویل: د دغه روغتون پرانستل به د میندو او ماشومانو د مړینې په کمولو کې مرسته وکړي او په دې برخه کې به د خلکو ستونزې هوارې شي.
 
له بلې خوا د صدراعظم د دفتر اداري مرستيال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په هېواد کې د پرمختيايي پروژو د تطبيق په لاره کې خنډ نه جوړوي.
 
دجمهوري رياست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وويل: دا دهېوادونو اخلاقي دنده ده چې په هېواد کې دپرمختيايي پروژو په لاره کې خنډونه رامنځته نه کړي څو دپروژو په پلي کولو سره ځوانانو ته دکار زمينه برابره شي .
 
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له بیا فعالیت وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰۰ کلینیکونه جوړ شوي او دغه وزارت په پام کې لري چې سږ کال د هېواد په ۳۰۰ ولسوالیو کې نوي کلینیکونه جوړ کړي.
 
https://avapress.com/vdcds90x9yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته