افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه ویډیو کې چې د ۵۰ هیوادونو او ۱۵ نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو ته خپره شوې، ویلي چې د افغانستان د سولې په برخه کې عملي اقدام ته ژمن دی او مشارکت رامینځته کول او همکاري زیاتول دا یوه کلیدي مسئله ده.
د اې ایف پي خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د ریګو او دوړو له توپانونو سره د مبارزې په اړه د نړیوال کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې د ګډو حل لارو د تعقیب او ترلاسه کولو لپاره دې یوه «فنډ» رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان د نړۍ له هغو پنځو هېوادونو څخه یو وپېژندل شو چې د اقلیم د بدلون له امله اغېزمن شوي دي.