دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 276381
د تورخم پوله بندول د ښه ګاونډیتوب خلاف کار دی؛ دا عمل به د پاکستان اقتصاد ته هم زیان ورسوي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له لوري د تورخم دروازې بندول او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف بللي او د پاکستان دغه کړنه یې په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې د تورخم دروازې تړل یوازې د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ته زیان رسوي، چې نه یوازې د خلکو او هېوادونو ترمنځ واټن زیاتوي، بلکې د پاکستان ملي اقتصاد ته چې اوس تر ډېره پر صادراتو تکیه کوي، زیان رسوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل بللی دی.
 
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: "د پاکستان حکومت د تورخم دروازه وروسته له هغه وتړله چې تېره چهارشنبه پاکستاني ځواکونو د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو ډزې وکړې چې د امنیتي پوستې په ترمیم بوخت وو".
 
په اعلاميه کې راغلي: "د تورخم لارې تړل به د دواړو هېوادونو او سيمې پر سوداګرۍ ناوړه اغېز وکړي او د دواړو غاړو سوداګرو او عامو خلکو ته به ستونزې پيدا کړي."
 
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «همدارنګه د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د یوه حساس لیست په پلمه د کراچۍ په بندر کې د افغاني توکو او تجهیزاتو سلګونه کانټینرونه درولي دي.
 
د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي دي: «له بده مرغه د ټولو پخوانيو ژمنو، د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو پر خلاف، پاکستاني لوري ډېر کله د کراچۍ په بندر کې ستونزې پيدا کوي او دروازې په نا معقولو عذرونو سره تړلي دي. د افغانستان د کرنيزو محصولاتو او مېوو وخت په رارسېدو سره نه يوازې دا چې د افغانستان او پاکستان سوداګري زيانمنوي، بلکې د خلکو او هېوادونو تر منځ واټن هم زياتېږي او د ټولې سيمې سوداګري او ترانزيت له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي. "
 
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د تورخم په دواړو غاړو کې ګڼ شمېر مسافرو (ښځو، یتیمانو او ماشومانو) بند پاتې کېدل د توجیه وړ نه بولي او وایي: د افغانستان اسلامي امارت په ژمنتیا ټینګار کوي چې د تفاهم او ډیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي، د خپل اقتصاد پر بنسټ بهرنۍ پالیسۍ په پام کې نیولو سره چې په سیمه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ اسانتیا ده، پاکستان ته ګوته نیسي چې دا ډول کړنې د پاکستان ملي اقتصاد ته زیان رسوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سیمې د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصاد د ښه والي لپاره باید دواړه لوري د دې ډول ستونزو د هواري لپاره د متقابل تفاهم له لارې د حل لارې ولټوي او سیاسي او نورو ته اجازه ورنکړي چې د اقتصاد، سوداګرۍ او د خلکو ازاد تګ راتګ ته زیان رسوي.
 
د تورخم دروازه د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان پوله ساتو او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې وه.
 
ځايي سرچينې وايي، په دې جګړه کې څلور افغان ماشومان، دوه د اسلامي امارت سرتيري او دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۶ افغان او څلور پاکستاني اتباع ټپيان شوي دي.
 
ځايي سرچينې وايي، د لارې له تړل کېدو وروسته د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او سوداګريز توکي لېږدول بند پاتې دي.
 
تورخم د هېواد په کچه له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، چې وخت په وخت له پاکستان سره د سیاسي اختلافاتو او پوځي جګړو له امله تړل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcc4eqis2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته