افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ د حيرتان بندر د نفتو او ګازو رياست چارواکي وايي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې ۸۰ واګونونه د بې کيفيته تېلو او ګازو بار ازبکستان ته راستانه شوي دي.
د دې رياست په وينا، د لابراتوار د ازموينې په ترڅ کې معلومه شوه چې وارد شوي تېل بې کيفيته و او بېرته ازبکستان ته ولېږدول شول.
دوی وايي چې موږ به اجازه ورنکړو چې د ټیټ کیفیت تیل او ګاز بازار ته ننوځي او بیرته به یې راوباسي.
د نفتو او ګازو د ادارې د چارواکو په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، په زرګونو بې کیفیته تېل وړونکي واګونونه یې صادرونکو هېوادونو ته استولي دي.