کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېلو او ګازو د ټیټ کیفیت اته واګونونه ازبکستان ته راستانه شوي دي

17 سنبله 1402 ساعت 14:52

د حيرتان بندر د نفتو او ګازو رياست مسوولين وايي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې تر ٨٠ ډېر واګونونه چې د ټيټ کيفيت لرونکي تېل او ګاز لري ازبکستان ته راستانه شوي دي.


آوا - مزارشریف: د بلخ د حيرتان بندر د نفتو او ګازو رياست چارواکي وايي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې ۸۰ واګونونه د بې کيفيته تېلو او ګازو بار ازبکستان ته راستانه شوي دي.
 
د دې رياست په وينا، د لابراتوار د ازموينې په ترڅ کې معلومه شوه چې وارد شوي تېل بې کيفيته و او بېرته ازبکستان ته ولېږدول شول.
 
دوی وايي چې موږ به اجازه ورنکړو چې د ټیټ کیفیت تیل او ګاز بازار ته ننوځي او بیرته به یې راوباسي.
 
د نفتو او ګازو د ادارې د چارواکو په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، په زرګونو بې کیفیته تېل وړونکي واګونونه یې صادرونکو هېوادونو ته استولي دي.


د مطلب کود: 276295

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276295/د-تېلو-او-ګازو-ټیټ-کیفیت-اته-واګونونه-ازبکستان-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com