دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 276264
په میدان وردګو کې د ۱۶۷ ټولګټو پروژو د جوړولو کار پیل شو
د میدان وردګو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د نړیوال بانک په مالي همکارۍ د دغه ولایت په مرکز او جلریز او بهسودو ولسوالیو کې د څه باندې ۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶۷ پرمختیايي پروژو د کار د پیل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وردګو ولایت د کلیو پراختیا ریاست وايي، د میدان وردګو ولایت په مرکز او جلریز او بهسودو ولسوالیو کې د ۸۵ میلیونه ۳۸۳ زره افغانیو په لګښت د ۱۶۷ ټولګټو پروژو د جوړولو چارې د اوکتید له خوا پیل شوې.
 
د اوکتيد موسسې ولايتي مسوول احمد بشير اورياخېل وويل، چې په دې پروژو کې د سړکونو جوړول، د کانالونو پاکول، استنادي دېوالونه او دغه راز اړمنو او بې کوره کورنيو ته د خوراکي توکو رسول شامل دي.
 
د وردګو والي قاري بختیار معاذ هم وویل: په اسلامي امارت کې فساد نشته، پروژې په لوړ کیفیت او د خلکو اړتیاوو ته په پام سره پلي کیږي او په خپل وخت به بشپړې شي.
 
https://avapress.com/vdcceeqi02bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته