افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه، چې پرون سه شنبې د سنبلی په ۱۴ مه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، سریلانکا د دوو منډو په توپیر وګټله.
په دې لومړۍ لوبه کې سریلانکا توپ وهنه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې یې ۲۹۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په ۳۷م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دغه لوبه یې وبایلله.
افغانستان چې په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش څخه ماتې منلي وه، په دې سیالیو کې خپله دویمه ماتې تجربه کړه.