افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تورخم په ګمرک کې د اسلامي امارت قومندان رفیع الله پاچا خان وايي چې دغه تاریخي اثار پرون ماسپښین د ګمرک د کارکوونکو له خوا کشف او ضبط شول.
پاچا خان زیاتوي، چې په کشف شویو اثارو کې د "منګوټي" د کوچنیو ټوټو ۱۵ قلمه چې اته نیم کیلو وزن لري او د مسو څلور لوښي شامل دي چې شاوخوا درې نیم کیلو وزن لري.
نوموړي د دغو تاريخي اثارو د قاچاق په تور د نيول شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.
له کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د تورخم له لارې له افغانستان څخه د تاریخي اثارو قاچاق ګړندی شوی چې د فرهنګپالو، تاریخ پوهانو او عامو خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.
فرهنګي فعالان له اسلامي امارت غواړي چې د تاریخي اثارو د ساتنې او قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ کړي او هیچاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان تاریخي اثار قاچاق کړي او د تېرو کلونو په څېر د پاکستان موزیمونه غني کړي.