دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 276103
په لوګر کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د یوه څلورلاري د جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، چې پرون ماښام د دې ولایت په مرکز کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د څلورلاری د جوړولو چاري شروع شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون ماښام (یکشنبه، سنبلې ۱۲) د لوګر ولایت په مرکز کې د یوه څلورلاري د دغه ولایت د والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني له خوا پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 
د لوګر والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني د دغه څلورلاري د پرانیستلو پر مهال وویل، چې اسلامي امارت د افغانستان د آبادۍ لپاره ژمن دی.
 
د لوګر والي زیاته کړه، د آزادۍ "جهاد" پای ته رسېدلی او د آبادۍ "جهاد" پیل شوی او له ټولو خلکو په ځانګړې توګه له ملي سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد په آبادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
 
ښاغلي امیني د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې د عامه ځایونو او تاسیساتو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
 
په همدې حال کې د لوګر ښاروال مولوي محمد اسحاق سعید د دې پروژې د مبارکۍ په ترڅ کې وویل، چې دغه څلورلاري د لوګر د اوسېدونکو حاجي ځلګي او نورمحمد دوتن په مالي مرسته او د پل علم ښاروالۍ په همکارۍ د یو میلیون افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.
 
د پل علم ښاروال وویل، د عامه تاسیساتو جوړول د دولت دنده ده او ساتنه یې د دولت او ولس دنده ده او له ټولو ښاریانو یې وغوښتل چې د لوګر له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
 
ښاغلي اسحاق زیاته کړه، چې د پل علم ښاروالۍ به سږ کال په لوګر کې ۷ رغنیزې او پراختیايي پروژې پلې کړي او په راتلونکو ورځو کې به یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د دغه چوک د پرانېستې په مراسمو کې د لوګر والي مولوي عنايت الله شجاع سربېره د لوګر مرستيال والي، د دغه ولايت ملکي او نظامي مسوولينو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
 
https://avapress.com/vdce7p8wxjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته