دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 276064
په فراه کې د ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
په فراه ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فراه ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د اوبو رسولو دغه شبکه د ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له خوا د کډوالو په مینه کې جوړه شوې ده.
 
د اوبو رسولو دغه شبکه د ۶۰۰ مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او په فعالیت سره یې څه باندې ۱،۹۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
 
په فراه ولايت کې د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړولو کار په داسې حال کې پيل شوى چې د فراه يو شمېر اوسېدونکي د پرله پسې وچکالۍ او د څښاک د اوبو د څاګانو د وچېدو له امله اندېښمن دي او وايي چې د دغه حالت د دوام په صورت کې به خپلې سيمې پرېږدي.
 
https://avapress.com/vdcaiinuy49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته