دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 276009
په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، ژبني، قومي او مذهبي اختلافاتو ته هېڅ ځای نشته
د رئیس الوزرا د سیاسي چارو مرستیال د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره په کتنه کې وویل، په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې، ژبني، قومي او مذهبي اختلافاتو ته هیڅ ځای نشته او د افغانستان خاوره د یو قوي اسلامي نظام لخوا اداره کیږي.
افغان غږ خبری آژانس  - کابل: ارګ په خپل ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جمعې په ورځ (د سنبلی ۱۰مه) د اسلامي همکاریو سازمان له مشرانو سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده، ژبني، قومي او مذهبي اختلافاتو ته هېڅ ځای نشته او افغانستان د یو قوي اسلامي نظام په حاکمیت کې دی.
 
د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت د مبارزې موخه د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام رامنځ ته کول وو، چې اوس دغه دواړه اهداف ترلاسه شوي دي.
 
هغه څرګنده کړه، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او دا مهال د اسلامي امارت د سالمې تګلارې له امله افغانستان له یو شمېر هېوادونو سره ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوي په دې کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له امله دوی توانېدلي، چې دغه هېواد ته په ارامه سفر وکړي او خپلې چارې پرمخ بوځي.
 
دغه عالمان، چې د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي دي، زياته کړه، چې اسلامي نړۍ په افغانستان کې دايمي ثبات غواړي او د جګړې ملاتړ نه کوي.
 
دوی همدارنګه د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه بې ساري او اغېزناکه وبلله او ټینګار یې وکړ چې نړۍ باید دا پرمختګونه ومني.
https://avapress.com/vdcjyme8huqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته