دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 276003
د عمومي طب د محصلینو ازموینه د څه باندې درې زره داوطلبانو په ګډون ترسره شوه
د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د عامه او خصوصي پوهنتونونو د عمومي طب له محصلینو څخه د څه باندې درې زره تنو فارغانو په ګډون ازموینه واخیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت نن (شنبه د سنبلې ۱۱ مه) اعلان کړی چې د طبي شورا په ازموینه کې له ۳۳۰۰ څخه زیاتو کسانو او د عامې روغتیا په برخه کې ۶۰۰ کسانو ګډون کړی دی.
 
اسلامي امارت په دې ازموینه کې د ښځینه محصلینو د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
 
خو په افغانستان کې د طب په سلګونو ښځینه فارغان غواړي چې دغه ازموینه واخیستل شي.
https://avapress.com/vdcdz90xsyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته