دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 275815
د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدنه دوام لري
په نورستان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د برګمټال ولسوالۍ په ځنګلونو کې اورلګیدنه د یکشنبي (سنبله ۵) د ورځي راهیسي پیل شوې او لا هم روانه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ولایت د کرنې رییس سلیمان ایمن وایي، چې دغه اورلګیدنه د یکشنبې په ورځ (۵ سنبله) د برګمټال ولسوالۍ په "نک موک" سیمه کې شوې ده، اوس هم روان دی.
 
ایمن زیاتوي چې تر ۲۰۰ زیات ځايي خلک په ځنګل کې د اور د کنټرول لپاره راټول شوي وو.
 
هغه وايي، تر اوسه د اور لګېدنې څرنګوالى نه دى معلوم او د اور لګېدو لامل هم نه دى معلوم.
 
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم د نورستان په کامدش ولسوالۍ کې په يوه ځنګل کې اور لګېدلی و.
 
د هوا په ګرمېدو سره د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې سلګونه جریبه ځنګلونه یې سوځولي دي.
 
https://avapress.com/vdcdfk0xkyt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته