افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع نن (سه شنبه، سنبلي ۷) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی، چې ۴۱ تنه مجرمین په بېلابېلو جنایی جرمونو چې لاس لرل، د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې نیول شوي او د هېواد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د هغه په وينا، دغه کسان د هېواد په لسو ولايتونو کې د غلا، وژنې، قمار، قاچاق، ځورونې، اخلاقي فساد او د ناقانونه وسلو د لېږد په جرم نيول شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې له دې جملې څخه؛ پولیسو په هرات ولایت کې درې تنه د قتل، شپږ تنه غله او دوه تنه د اخلاقي فساد په تور نیولي، په بلخ کې اوه تنه قمار کوونکي، په زابل کې څلور تنه د لرغونو اثارو د قاچاق په تور، څلور تنه په کونړ کې د جنایي جرمونو په تور او داسي نورو ولایتونو کې نیول شوي دي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو سره د جمهوري ریاست د وخت په پرتله جنايي جرمونه ۸۰ سلنه کم شوي دي.