دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 275741
په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو لپاره مجهز کتابتون پرانیستل شو
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جاپان هېواد له لوري د ۱۳۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ماشومانو لپاره د کتابتون جوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو او کلتور رئیس قریشي بدلون وايي چې د دغه کتابتون کار اته میاشتې وړاندې پیل شوی و.
 
دغه کتابتون د جاپان هېواد د ۱۳۵ زره ډالرو په لګښت د «شانتي» رضاکاره ټولنې په تخنیکي همکارۍ پیل او د دوشنبې په ورځ د سنبلي په ۶ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د جاپان او شانتي رضاکاره ټولنې څخه مننه وکړه، چې د ماشومانو لپاره يې ځانګړی کتابتون جوړ کړ.
 
هغه وويل، ماشومان بايد له پيل څخه درسونو ته وروپېژني، ترڅو په راتلونکي کې د خپلې خوښې وړ مسلک ته وروزل شي او هېواد ته د خدمت جوګه شي.
 
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نور محمد حنيف وويل: دغه کتابتون د جاپان له خوا د ١٣٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت په ٢٤٥ متره مربع ځمکه کې جوړ شوى دى.
 
ده وويل: دا يو عامه کتابتون دى او درې تنه ښوونکي به له ماشومانو سره د کتابونو په انتخاب او لوستلو کې همکاري وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې دا په ننګرهار کې د ماشومانو لپاره د جاپان له خوا په ټولو اسانتياوو سمبال لومړنی کتابتون دی.
 
https://avapress.com/vdcbasb58rhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته