دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 275668
د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې نن په بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په X پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړی چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین په ټول هیواد کې پلان پای ته رسیدلی او دغه بهیر به نن هم دوام وکړي.
 
په همدې حال کې د يونيسف د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسئول کمال شاه سيد وايي چې د هېواد په دوو نورو ولايتونو کې د واکسيناسيون کمپاين د تېرې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
 
هغه زياته کړه، چې د دغه پروګرام موخه د شاوخوا ٩،٤ ميليونه ماشومانو د واکسين کول دي، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه بهير به د پنجشنبې تر ورځې پورې په پنځو ولايتونو کې دوام وکړي.
 
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازینی هیوادونه دي چې تر اوسه د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.
 
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و، چې سږ کال په افغانستان کې د چاپیریال د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ۳۶م راپور پر بنسټ، د پولیو یوه مثبته پېښه د افغانستان په ختیځو سیمو کې او یوه پېښه په جنوبي سیمو کې ده.
 
https://avapress.com/vdcjmie8ouqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته