دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 275599
په تېره یوه میاشت کې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله تر ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله تر ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي، دغه سازمان له هېوادونو غوښتي چې له کوویډ-۱۹ سره د مقابلې لپاره دې هغه زیربناوې وساتي چې دوی یې جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: کرونا یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې خپره شوې او د روغتیا نړیوال سازمان یې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د جولای له ۲۴مې  او د اګست تر ۲۰مې ترمنځ په څلورو اونیو کې د نړۍ په ۱۰۳ هېوادونو کې له ۱۴۷۰ زره ډېر کسان په کوویډ-۱۹ اخته شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. د دغو کسانو له جملې څخه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د تیرې میاشتې په پرتله ۴۸ سلنه ډیر دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان دا ویروس یو لوی نړیوال ګواښ بللی او پر هېوادونو یې غږ کړی چې د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره د دوی بنسټونه وساتي.
 
دغه سازمان له ټولو هېوادونو هیله کوي چې د کرونا ویروس د بیا راڅرګندېدو په اړه لومړنیو خبرداریو ته ډېر اهمیت ورکړي او د دغه ویروس د ډولونو څارنې او پېژندنې ته دوام ورکړي.
 
جنوبي کوریا، استرالیا، انګلستان، ایټالیا او سنګاپور په تیره یوه میاشت کې د کرونا تر ټولو زیات ناروغان درلودل.
 
https://avapress.com/vdccopqio2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته