دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 275537
له پاکستانه څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له پاکستان څخه ۸۲۷ تنه کډوال چې ۱۳ یې له زندانه خوشي شوي وو، هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس  کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله یوه اعلامیه کې لیکلي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۴۲ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستانه شوي دي.
 
په سپين بولدک کې د کندهار د مهاجرينو د چارو رئيس اميرسر هادي په وينا، د يادو کسانو له جملې څخه ١٤٢ کورنۍ چې ٨١٥ تنه يې په خپله خوښه خوشې شوي او ١٣ نور يې له بنده خوشې او په زوره هېواد ته راستانه شوي دي.
 
سرچينې زياته کړه، چې ياد شوي کسان د لومړنيو مرستو په موخه تر ثبت وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، چې د نوي کال په لومړۍ نېټه ۲۵۸۹ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
له دې جملې څخه ۱۰۶۲ تنه د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ور وپیژندل شول او پر هغوی د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې په تیرو څو ورځو کې هیواد ته د افغان کډوالو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو شمیر زیات شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcexn8wfjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته