افغان غږ خبری آژانس: د آیت الله سید ابراهیم رئیسی او نریندرا مودی ترمنځ په دغه کتنه کی، چی د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۲مه نیټه د سویلی افریقا په پلازمینه جوهانسبرګ کی ترسره شوه، دواړو لورو موافقه وکړه، چی د زیربنایی همکاریو، په ځانګړې توګه د چابهار بندر چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د هند دروازه ګڼل کېږي.
د راډيو دری د خبر له مخې، په دې ليدنه كې رئيسي او مودي د افغانستان په مسايلو، له تروريزم سره د مبارزې او د سيمه ييز اتصال په اړه پر ګډو همکاريو موافقه وکړه.
دواړو لورو همداراز د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ.
د بريکس ډلې غونډه چې د جنوبي افريقا په کوربه توب جوړه شوې وه، د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر په دوهمه نېټه پای ته ورسېده.