افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړی وزیر د اداری مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې ناستې په اړه ویلي چې په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند موضوعات او غوښتنې مطرح شوې. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او همدارنګه د بامیان او بدخشان د ولایتي چارواکو غوښتنې او نورې قضیې، هر اړخیز بحثونه او څېړنې وشوې او لازمې پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د فواید عامې، لوړو زده کړو، کانونو او پټرولیم وزارتونو او همدارنګه د چارو د ادارې عمومي ریاست، د ملي پراختیا شرکت او د افغانستان د طبي شورا د ستونزو او غوښتنو د لا زیاتې څېړنې په موخه د جلا کمېټو د جوړولو غوښتنه وشوه. په راتلونکې غونډه کې.